۰

د پاکستان د پوځی یوه چورلکه لوېدلې ده

یکشنبه ۷ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۵
د پاکستان پوځ تایید کړې، چې یوه پوځي چورلکه یې لوېدلې، دوه پيلوټان او دوه سرتېري په کې وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځی یوه چورلکه لوېدلې ده
د پاکستان پوځ تایید کړې، چې یوه پوځي چورلکه یې لوېدلې، دوه پيلوټان او دوه سرتېري په کې وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه چورلکه نن یکشنبې د مرغومي ۷ مه د ګلکت په بالیستان سیمه د تخنکي ستونزو له امله پرېوتې ده.

د پوځ په اعلامیه کې راغلي چې هلیکوپټره په سیمه کې د پاکستان د یوه وژل شوي عسکر د را انتقالولو لپاره تللې وه چې سقوط یې کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه پېښه کې دوه پیلوټان او دوه سرتېري وژل شوي او چورلکه هم له منځه تللې ده.

دا په دې وروستیو کې د پاکستان د پوځ څلورمه هلیکوپټره ده چې د تخنیکي ستونزو له مله لویږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي