بلخ: ترافیکې پېښه کې څلور تنه مړه شوي دي.

7 جدی 1399 ساعت 11:24

د بلخ پولیس تاییدوي، چې دغه ولایت کې د یوې ترافیکې پېښې له امله د یوه ماشوم په ګډون څلورو تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.


د بلخ پولیس تاییدوي، چې دغه ولایت کې د یوې ترافیکې پېښې له امله د یوه ماشوم په ګډون څلورو تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د مرغومی ۶ مه مازیګر مهال د مزار – حیرتان په لویه لار رامنځ ته شوې ده.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل وايي، پېښه د یوه سراچه او یوه باروړنکي موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده، چې د یوه ماشوم په ګډون څلور تنه په کې وژل شوي دي.

نوموړي د پېښې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 


د مطلب کود: 134791

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134791/

جمهور
  https://www.jomhornews.com