ننګرهار کې د داعش د جلب و جذب مسوول نیول شوی

8 جدی 1399 ساعت 11:56

سیمه ییز چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې یو لوړ پوړی غړی او د جلب و جذب مسوول نیولی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې یو لوړ پوړی غړی او د جلب و جذب مسوول نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي مطبوعاتي دفتر ویلي، نیول شوی کس تسل عزیز نومېږي او د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي تسل عزیز د داعش ډلې د جلب و جذب مسوول و، چې د جلال آباد ښار دویمې ناحیې اړوند سیمه کې نیول شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نیول شوي داعشي په خپلو اعترافاتو کې خپل جرم منلی دی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 


د مطلب کود: 134830

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134830/

جمهور
  https://www.jomhornews.com