۰

ننګرهار کې د داعش د جلب و جذب مسوول نیول شوی

دوشنبه ۸ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۶
سیمه ییز چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې یو لوړ پوړی غړی او د جلب و جذب مسوول نیولی دی.
ننګرهار کې د داعش د جلب و جذب مسوول نیول شوی
سیمه ییز چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې یو لوړ پوړی غړی او د جلب و جذب مسوول نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي مطبوعاتي دفتر ویلي، نیول شوی کس تسل عزیز نومېږي او د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي تسل عزیز د داعش ډلې د جلب و جذب مسوول و، چې د جلال آباد ښار دویمې ناحیې اړوند سیمه کې نیول شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نیول شوي داعشي په خپلو اعترافاتو کې خپل جرم منلی دی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي