۰

ولسمشر غني: ولایتي ادارو ویاندویان دې بېرته پر خپلو دندو پاتې شي

سی شنبه ۹ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۳
ولسمشر محمد اشرف غني د ولایتي ویاندویانو او مطبوعاتي بستونو د لغوه کېدو پرېکړه بېرته اخیستې واي، د ولایتي ادارو ویاندویان دې بېرته پر خپلو دندو پاتې شي.
ولسمشر غني: ولایتي ادارو ویاندویان دې بېرته پر خپلو دندو پاتې شي
ولسمشر محمد اشرف غني د ولایتي ویاندویانو او مطبوعاتي بستونو د لغوه کېدو پرېکړه بېرته اخیستې واي، د ولایتي ادارو ویاندویان دې بېرته پر خپلو دندو پاتې شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون دوشنبې د مرغومي ۸ مه د کابینې په فوق العاده غونډه کې کړې ویلي یې دي، د والیانو د ویاندویانواو مطبوعاتي بستونه دې نه لغوه کېږي.

د ارګ خبرپاڼه وايي، ولسمشر په دې اړه یادې ناستې ته پوره معلومات هم ورکړي او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته یې دنده سپارلې چې والیانو ته په دې اړه هدایت وکړي.

ښاغلي غني زیاته کړې، چې دوی په ستراتېژیکو او امنیتي مسایلو کې له امنیتي ارګانونو سره په تفاهم کې د اګاهۍ ورکولو مسوولیت لري.

ولسمشر غني ټينګار کړي، چې په نورو ټولو مواردو کې د اطلاع ورکولو مسوولیت ویندویانو پورې اړه لري.

د یادونې ده، چې ښاغلي غني تېره اونۍ د ولایتي ویاندویانو د دندو د لغوه کېدو فرمان صادر کړی وو چې دې فرمان د خبریالانو اود خبریالانو د بنسټونوسخت غبرګونونه را پارولي وو.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي