پروان کې دوه ډاکتران تښتول شوي دي

9 جدی 1399 ساعت 11:17

سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پروان ولایت کې دوه تنه ډاکتران د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا برمته او تښتول شوي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پروان ولایت کې دوه تنه ډاکتران د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا برمته او تښتول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه دوه ډاکتران د تېرې یکشنبې مرغومي ۷ مې په شپه د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ کې له ایمرجنسي کلېنیک نه تښتول شوي دي.

د پروان د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر ویلي یو درې وسله وال کسان دغه کلېنک ته ورغلي او د دې په پلمه چې ناروغ یې معاینه کړي له کلېنیک نه باسي او تښتوي یې.

دی وايي، د تښتول شویو ډاکترانو د خلاصون هڅې روانې دي، خو تر اوسه وسله وال کسان نه دي نیول شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي د هرات ولایت په شپږمه ناحیه کې هم یو ډاکتر د انسان تښتوونکو له خوا تښتول شوی او برخلیک یې نه دی معلوم.

جمهورخبري آژانس:پروان
 


د مطلب کود: 134880

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134880/

جمهور
  https://www.jomhornews.com