قطر کې افغان سفیر دلیلي ومړ

9 جدی 1399 ساعت 12:08

په قطر کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.


په قطر کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، دلیلي نن سه شنبې د مرغومي ۹ مه په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د ملي روغې جوړې عالي شورا د عبدالحکیم دلیلي پر مړینه خواشني ښودلې او دا یې د افغانستان او افغان سولې پروسې لپاره یوه لویه ضایعه بللې ده.

د یادې شورا ویاند فریدون خوځون په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، په خواشنۍ سره چې افغانستان خپل یو بهترین دیپلومات عبدالحکیم دلیلي د ورپېښې ناروغۍ له امله له لاسه ورکړ.

ویل کېږي عبدالحکیم دلیلي، له څه مودې راهیسې د زړه ناورغي درولوده، چې نن سهار یې په روغتون کې ساه ورکړې، خو تر اوسه معلومه نه ده، چې قطر کې په روغتون کې وفات شوی او که افغانستان کې.

عبدالحکیم دلیلي له ۱۳۹۷ کار راهیسې په قطر کې د افغانستان د سفیر په توګه دنده تر سره کوله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 134884

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134884/

جمهور
  https://www.jomhornews.com