بلخ کې یو ډاکتر په مرموز ډول وژل شوی دی

9 جدی 1399 ساعت 12:14

سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د بلخ ولایت د ملکي روغتون یو متخصص ډاکتر په مرموز ډول وژل شوی دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د بلخ ولایت د ملکي روغتون یو متخصص ډاکتر په مرموز ډول وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د مرغومي ۸مه) مزارشریف ښار کې رامنځ ته شوې او وژل شوی ډاکتر فرهاد رويين نومېږي.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل وايي، ډاکتر رویین زندۍ کړی شوی او وژل شوی دی، خو وایي، تر اوسه معلومه نه ده، چې هغه خپله ځان زندۍ کړی که بل چا کړی دی.

نوموړي زیاتوي، چې د پېښې څړلې لپاره د پولیسو پلټونکی پلاوی سیمې ته تللی، چې معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د یکشنبې په ورځ په پروان کې او پرون شپه په هرات کې یو ډاکتر د انسان تښتوونکو له خوا تښتول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 134886

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134886/

جمهور
  https://www.jomhornews.com