پروان کې له ترهګرو سره د تړاو په تور ۱۰ تنه نیول شوي دي

10 جدی 1399 ساعت 9:25

ملي دفاع وزرات پروان ولایت کې د ۱۰ تنو د نیول کېدو خبر ورکړی، چې په وینا یې له ترهګرو سره یې اړیکې درلودې.


ملي دفاع وزرات پروان ولایت کې د ۱۰ تنو د نیول کېدو خبر ورکړی، چې په وینا یې له ترهګرو سره یې اړیکې درلودې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزرات نن چهارشنبې د مرغومي ۱۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان پوځ، ملي امنیت او پولیسو پرون د پروان عبدي، توغ بیردي، ده قاضي، داراشاخیل، تیلانچي او صیادان په کلیو کې یو لړ چاڼیز عملیات کړي.

سرچینه زیاتوی، چې په دې عملیاتو کې له ترهګرو سره د تړاو په تور ۱۰ کسان نیول شوي او دغه راز د وسله والو مخالفنیو یوه زیاته اندازه وسلې او مهمات د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 134917

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134917/

جمهور
  https://www.jomhornews.com