۰

پروان کې له ترهګرو سره د تړاو په تور ۱۰ تنه نیول شوي دي

چهارشنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۵
ملي دفاع وزرات پروان ولایت کې د ۱۰ تنو د نیول کېدو خبر ورکړی، چې په وینا یې له ترهګرو سره یې اړیکې درلودې.
پروان کې له ترهګرو سره د تړاو په تور ۱۰ تنه نیول شوي دي
ملي دفاع وزرات پروان ولایت کې د ۱۰ تنو د نیول کېدو خبر ورکړی، چې په وینا یې له ترهګرو سره یې اړیکې درلودې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزرات نن چهارشنبې د مرغومي ۱۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان پوځ، ملي امنیت او پولیسو پرون د پروان عبدي، توغ بیردي، ده قاضي، داراشاخیل، تیلانچي او صیادان په کلیو کې یو لړ چاڼیز عملیات کړي.

سرچینه زیاتوی، چې په دې عملیاتو کې له ترهګرو سره د تړاو په تور ۱۰ کسان نیول شوي او دغه راز د وسله والو مخالفنیو یوه زیاته اندازه وسلې او مهمات د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي