۰
د بشرحقونو کمېسیون:

پر خبریالانو بریدونه د دې لپاره کېږي، چې خپلواک اوازونه غلي شي

شنبی ۱۳ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۱
په افغانستان کې په دې وروستیو کې پر خبریالانو هدفي بریدونو او د هغوی وژنو په کور د ننه او نړیواله کچه سخت غبرګونه راپارولي دي.
پر خبریالانو بریدونه د دې لپاره کېږي، چې خپلواک اوازونه غلي شي
په افغانستان کې په دې وروستیو کې پر خبریالانو هدفي بریدونو او د هغوی وژنو په کور د ننه او نړیواله کچه سخت غبرګونه راپارولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په تازه پېښه کې پرون جمعه د مرغومي ۱۲ مه په غور کې د صدای غور په نوم د یوې رادیو مسوول مدیر او خبریال بسم الله عادل ایماق خپل کلي ته نېږدې د نامعلومه وسله والو کسانو په برید کې و وژل شو.

د ایماق وژل کېدو ته د خبریالانو د دفاع کمېټې پر نړیواله ټولنه، ملګرو ملتونو او د بې پولې خبریالانو پر ټولنه غږ کړي، چې د خبریالانو د هدفي وژنو پر خلاف د غږ اوچت کړي.

دغه کمېټې له ټولو ژورنالستانو او رسنیو غوښتي، چې د درې ورځو لپاره د دولت هېڅ ډول خبرونه دې نه خپروي تر چې د دولت د خبریالانو د قاتلینو د نیولو، سزا ورکولو، د ژورنالستانو او رسنیو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي او کوټلي ګامونه واخلي.

د یادې کمېتې د مشر عبدالمُعید هاشمي په وینا په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان د رسنیو د کورنۍ ۵۵ غړي وژل شوي خو تر اوسه یې د یوه عاملین هم نه دي موندل شوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دې وضعیت د دوام له کبله اندېښنه ښودلې.

د دې کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر تېر ماښام پر ټویټر ولیکل چې ۲۰۲۱ میلادي کال د دوو ملکي فعالانو یعنې په غور کې د یوه خبریال او په کابل کې د بغلان د یوه مدني فعال په ترور پیل شو.

د مېرمن اکبر په وینا دا هدفي وژنې د دې لپاره کېږي چې د افغانانو روحیه مړه او خپلواک اوازونه غلي شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست او شارژدافیر راس ویلسن هم د بسم الله عادل وژنه غندلې ده.

دوی په یوه بیان کې ویلي، د بیان پر ازادۍ او هغو کسانو حملې چې ټولنه له بدلونونو خبروي، بوږنوونکې دي او باید پای ته ورسېږي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې پر افغان خبریالانو او مدني فعالانو بریدونه زیات شوي او یوازې په تېرو کابو دوه میاشتو کې ۷ تنه خبریالانو او څو تنه مدني فعالانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

یما سیاوش، الیاس داعي، ملاله میوند، رحمت الله نېکزاد، بسم الله عادل ایماق، فردین امیني، رفیع صدیقي خبریالان او یوسف رشید، فرشته کوهستاني مدني فعالان و، چې په تېرو دوه میاشتو کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

حکومت وايي، دا کار د طالبانو دی خو طالبانو په کې لاس لرل رد کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي