دفاع وزارت:هلمند کې ۵۰ طالبان وژل شوي

13 جدی 1399 ساعت 11:04

ملي دفاع وزارت هلمند ولایت کې د یوه قوماندان په ګډون د ۵۰ تنه وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت هلمند ولایت کې د یوه قوماندان په ګډون د ۵۰ تنه وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن شنبې د مرغومي ۱۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هلمند کې مرکز لښکرګاه ته نېږدې په سور ګودر، بشران سیمو او دغه راز ناوې، ګرمسېر او نادعلي ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې شوې دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه نښتو کې د هوايي ځواک په ملاتړ د طالبانو د یوې سل کسیزه ډلې د قوماندان عبدالسلام او درې ماین اېښودونکو په ګډون ۵۰ طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي عبدالسلام تر دې وړاندې د کجکي لپاره د طالبانو ولسوال و، چې اوس مهال په ناوه کې پر امنیتي پوستو د برید پر مهال و وژل شو.

ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې په دې جګړه او عملیاتو کې د طالبانو ۸ پتڼځایونه، لسګونه میله وسلې، وسایط او یو شمېر زیات رهبري شوي راکټونه له منځه وړل شوي دي.

د وزرات په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغان ځواکونو دغه عملیات د هوايي ملاتړ په مرسته وروسته له هغې شوې، چې طالبانو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 


د مطلب کود: 134990

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134990/

جمهور
  https://www.jomhornews.com