د ایرلنډ پر وړاندې افغان کرکټ لوبډله اعلان شوه

13 جدی 1399 ساعت 14:15

د افغانستان کرکټ بورډ له ایرلنډ ملي لوبډلې سره د ۵۰ اوریزه یا یو ورځنیو لوبو لپاره د ملي ټیم لوبډله اعلان کړه.


د افغانستان کرکټ بورډ له ایرلنډ ملي لوبډلې سره د ۵۰ اوریزه یا یو ورځنیو لوبو لپاره د ملي ټیم لوبډله اعلان کړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کرکټ بورډ نن شنبې د مرغومي ۱۳ مه د ایرلنډ پر وړاندې د خپلې لوبډلې نوملر خپور کړی دی.

په اعلان شوې لوبډله کې د لوبډلمشر اصغر افغان سربېره، محمد نبي، ګلبدین نایب، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدراڼ، جاوید احمدي، عثمان غني، راشد ارمان، مجیب ځدران، شرف الدین اشرف، رحمن الله ګربز، عظمت الله عمرزی، یمین احمدزی، نوین الحق او سید احمد شېرزاد شامل دي.

د یادونې ده، چې د افغانستان او ایرلنډ د ملي لوبډلو ترمنځ دغه یو ورځنۍ درې لوبې به د ۲۰۲۱ میلادي کال په روانه جنورۍ میاشت کې تر سره کړي.
  
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 135006

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135006/

جمهور
  https://www.jomhornews.com