د هلمند د سنګین لپاره طالب ولسوال وژل شوی دی

14 جدی 1399 ساعت 8:38

ملي دفاع وزرات هلمند کې د دغه ولایت د سنګین ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزرات هلمند کې د دغه ولایت د سنګین ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د مرغومي ۱۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ملا شفیع الله د سنګین ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال وو.

سرچینې زیاته کړې، چې ملا شفیع الله له خپلو پنځو تنو ملګرو سره یو ځای د افغان ځواکونو په وايي برید کې وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه برید کې د ملا ظاهر په نوم د طالبانو یو سرګروپ له درې تنو نور طالبانو سره یو ځای ټپي شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون شمال کې د پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو د فاریاب لپاره د طالبانو د نومول شوي والي مولوي وکیل احمد مشهور په ملا ناظم سره یو ځای د ۵۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135027

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135027/

جمهور
  https://www.jomhornews.com