۰

د هلمند د سنګین لپاره طالب ولسوال وژل شوی دی

یکشنبه ۱۴ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۸
ملي دفاع وزرات هلمند کې د دغه ولایت د سنګین ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د هلمند د سنګین لپاره طالب ولسوال وژل شوی دی
ملي دفاع وزرات هلمند کې د دغه ولایت د سنګین ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د مرغومي ۱۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ملا شفیع الله د سنګین ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال وو.

سرچینې زیاته کړې، چې ملا شفیع الله له خپلو پنځو تنو ملګرو سره یو ځای د افغان ځواکونو په وايي برید کې وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه برید کې د ملا ظاهر په نوم د طالبانو یو سرګروپ له درې تنو نور طالبانو سره یو ځای ټپي شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون شمال کې د پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو د فاریاب لپاره د طالبانو د نومول شوي والي مولوي وکیل احمد مشهور په ملا ناظم سره یو ځای د ۵۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي