دفاع وزارت کندهار کې ۳۸ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی

15 جدی 1399 ساعت 11:00

ملي دفاع وزارت وايي، کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو سره په نښته کې ۳۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.


ملي دفاع وزارت وايي، کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو سره په نښته کې ۳۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د مرغومي ۱۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو پرون غوښتل د ژېړۍ او ارغنداب ولسوالیو اړوند سیمو کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي افغان ځواکونه د دښمن د دغه پلان څخه خبر او پر وخت یې دغه پلان ورشنډ کړ.

سرچینه زیاتوي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې ۳۸ طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپین شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، په دې عملیاتو کې د طالبانو درې پټنځایونه، یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دفاع وزارت وړمه ورځ هم په کندهار کې د پنځوس طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135078

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135078/

جمهور
  https://www.jomhornews.com