۰

دفاع وزارت کندهار کې ۳۸ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی

دوشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۰
ملي دفاع وزارت وايي، کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو سره په نښته کې ۳۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دفاع وزارت کندهار کې ۳۸ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی
ملي دفاع وزارت وايي، کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو سره په نښته کې ۳۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د مرغومي ۱۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو پرون غوښتل د ژېړۍ او ارغنداب ولسوالیو اړوند سیمو کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي افغان ځواکونه د دښمن د دغه پلان څخه خبر او پر وخت یې دغه پلان ورشنډ کړ.

سرچینه زیاتوي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې ۳۸ طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپین شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، په دې عملیاتو کې د طالبانو درې پټنځایونه، یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دفاع وزارت وړمه ورځ هم په کندهار کې د پنځوس طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي