۰
ولسمشرغني:

د درملو واردوونکي شرکتونه باید د درملو معیارونه او بیې تعریف کړي

سی شنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۴
ولسمشر غني د عامې روغتیا وزارت له مسوولینو سره په ناسته کې ویلي، درمل واردودونکي شرکتونه باید د درملو معیارونه او بیې تعریف کړي او د درملو د کیفیت مسوولیت په غاړه واخلي.
د درملو واردوونکي شرکتونه باید د درملو معیارونه او بیې تعریف کړي
ولسمشر غني د عامې روغتیا وزارت له مسوولینو سره په ناسته کې ویلي، درمل واردودونکي شرکتونه باید د درملو معیارونه او بیې تعریف کړي او د درملو د کیفیت مسوولیت په غاړه واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني، چې پرون دوشنبې د مرغومي ۱۵ مه ماښام په ګلخانې ماڼۍ کې د روغتیا وزارت له مسوولینو سره ناسته درولوده لومړی یې د دغه مسوولینو راپورونه واورېدل.

د راپورونو اورېدولو وروسته ولسمشر و ویل، چې خلکو ته دې د کرونا ویروس دویمې څپې او د دغه ویروس د نوي ډول او د اکسیجن تولید دستګاو د نصبولو په اړه پوهاوی ورکول شي.
ښاغلي غني زیاته کړه، چې په راتلونکو دوو کلونو کې دې زموږ د اړتیا وړ طبي وسایلو او تجهزاتو په هکله، هراړخیزه ارزونه وشي.

دغه راز ښاغلي غني ویلي، د درملو چارو د تنظیم اداره او د عامې روغتیا ملي انستیتوت خپلواک او د روغتونونو چارې دې د غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په خاطر په دوو شفټونو کې تنظیم شي او په پام کې لرو په هیواد کې معیاري روغتونونه جوړ کړو.

هغه ټینګار کړي، چې صلاحیتونه او مسوولیتونه دې واضح او د خدمتونو وړاندې کولو لپاره د غوره تشکیل په ترتیبولو دې کار وشي او د نادولتي موسسو له لوري د خدمتونو وړاندې کولو په هکله د بیاکتنې ترڅنګ دې له موجوده منابعو او امکاناتو غوره استفاده وشي.

ولسمشر څرګنده کړه، چې د استخدام په ځانګړي ډول د سلاکارانو د استخدام په اړه باید شفاف میکانیزم او معیارونه موجود اوسي.

ښاغلي غني اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې له حقوقي او اداري اړخه پر دولتي شرکتونو د روغتونونو د بدلېدو په موخه، خپلې ارزونې ترسره کړي.

هغه زیاته کړه، د درملو واردونکي شرکتونه باید د درملو معیارونه او بیې تعریف او د درملو د کیفیت مسوولیت په غاړه واخلي، همداراز د هیواد دننه د درملو د تولید په موخه د پانګونې په برخه کې همکاري وکړي.
 
ولسمشر د خپلو خبرو په پایک ې ویلي، تمرکز او سپما دې زیاته شي، د افغانستان پر دیجیټلي کېدو کار کېږي او د روغتیا په برخه کې باید د دیجیټلي کېدو له ګټو څخه اعظمي استفاده وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي