دفاع وزرات: کندهار کې ۳۱ طالبان وژل شوي

16 جدی 1399 ساعت 10:03

ملي دفاع وزارت کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په فعال دفاعي عملیاتو کې د یو کم پنخوس وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


 ملي دفاع وزارت کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په فعال دفاعي عملیاتو کې د یو کم پنخوس وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن سه شنبې د مرغومي ۱۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو پرون پلان درلود، چې په ژېړۍ او ارغنداب کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي.

سرچینه زیاتوي، افغان ځواکونه چې په فعال دفاعي حالت کې دي، پرطالبانو وار ړمبی کړ او عملیات یې پرې وکړل.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه عملیاتو کې ۳۱ طالبان وژل شوي، ۱۸ ټپیان او یوه زیاته اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا پرلپسې څومه ورځ ده، چې دفاع وزارت په کندهار کې د لسګونه وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135118

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135118/

جمهور
  https://www.jomhornews.com