۰

دفاع وزرات: کندهار کې ۳۱ طالبان وژل شوي

سی شنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۳
ملي دفاع وزارت کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په فعال دفاعي عملیاتو کې د یو کم پنخوس وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
دفاع وزرات: کندهار کې ۳۱ طالبان وژل شوي
 ملي دفاع وزارت کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په فعال دفاعي عملیاتو کې د یو کم پنخوس وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن سه شنبې د مرغومي ۱۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو پرون پلان درلود، چې په ژېړۍ او ارغنداب کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي.

سرچینه زیاتوي، افغان ځواکونه چې په فعال دفاعي حالت کې دي، پرطالبانو وار ړمبی کړ او عملیات یې پرې وکړل.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه عملیاتو کې ۳۱ طالبان وژل شوي، ۱۸ ټپیان او یوه زیاته اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا پرلپسې څومه ورځ ده، چې دفاع وزارت په کندهار کې د لسګونه وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي