ولسمشرغني د اندونیزیا له ولسمشر سره تلېفوني خبرې کړې دي

16 جدی 1399 ساعت 10:52

ارګ وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خپل اندونیزیايي سیال جوکو ویدودو سره تلېفوني خبرې کړې دي.


ارګ وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خپل اندونیزیايي سیال جوکو ویدودو سره تلېفوني خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر مخې ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د ښاغلي غني او ښاغلي جوکو ویدودو تلېفوني خبرې نن سه شنبې د مرغومي ۱۶ مه وشوې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه تلېفوني مکالمه کې دواړو لورو د افغان سولې پروسې په اړه خبرې او په کې د بېړني اوربند په رامنځ ته کېدو ټینګار وکړ.

د اندونیزیا ولسمشر د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع ته په اشارې ویلي، چې هېواد به یې د سولې په اړه د نړیوالو دیني عالمانو د اجماع په برخه کې مرسته او همکاري وکړي.

د ارګ خبرپاڼه زیاتوي، په دغه تلېفوني اړیکه کې دواړو لورو د افغانستان او اندونیزیا تر منځ د اقتصادي، سوداګریزو اړیکو په پراختیا نظرونه سره تبادله کړل.

د افغانستان او اندونیزیا ولسمشران پر داسې مهال په سوله خبرې کوي، چې افغان مذاکراتي پلاوی نن د دوحې په لور روان شو او ټاکل شوې سبا چهارشنبې د مرغومي ۱۶ مه دوحه کې له طالبانو سره د سولې خبرو دویم پړاو پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 135126

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135126/

جمهور
  https://www.jomhornews.com