۰

د مرکچي پلاویو مقدماتي ناسته شوې، رسمي خبرې شنبې پیلېږي

پنجشنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۹
د افغان دولت مذاکراتي پلاوي او د طالبانو پلاوي د بین الافغاني خبرو د دویم پړاو خبرو په پیل سره پرون یوه مقدماتي غونډه کړې ده.
د مرکچي پلاویو مقدماتي ناسته شوې، رسمي خبرې شنبې پیلېږي
د افغان دولت مذاکراتي پلاوي او د طالبانو پلاوي د بین الافغاني خبرو د دویم پړاو خبرو په پیل سره پرون یوه مقدماتي غونډه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دواړو لورو تایید کړې، چې دوی پرون چهارشنبې د مرغومي ۱۷ مه ماښام مهال دوحه کې مقدماتي ناسته درلوده.

په دغه مقدماتي ناسته کې پرېکړه شوې، چې دواړه لوري به د اجنډا د موضوعاتو پر سر له راتلونکې شنبې د مرغومي ۲۱ بحثونه پیلوي.

ویل کېږي بحثونه ځکه شنبې ته ځنډول شوي، چې نه د طالبانو د مرکچي پلاوی ټول غړي دوحې ته رسېدلي او نه هم د افغان دولت.

د یادونې ده، چې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو د بین الافغاني خبرو په لومړي پړاو د درې میاشتو به موده کې یوازې د اجنډا پر ټاکلو سلا ته سره ورېدل.

تر لومړي پړاو وروسته خبرې د شلو ورځو لپاره وځنډې دې، چې افغان پلاوی کابل او طالب پلاوی اسلام آباد ته ولاړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي