۰
د ناټو سرمنشي:

راتلونکې میاشت له افغانستان نه د وتلو او نه وتلو پرېکړه کوو

پنجشنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۲
د ناټو عمومي مشر ینس سټولټنبرګ برګ وایي، ناټو سازمان به راتلونکې میلادي میاشت دا پرېکړه وکړي، چې په افغانستان کې پاتې شي او که ترې ووځي.
راتلونکې میاشت له افغانستان نه د وتلو او نه وتلو پرېکړه کوو
د ناټو عمومي مشر ینس سټولټنبرګ برګ وایي، ناټو سازمان به راتلونکې میلادي میاشت دا پرېکړه وکړي، چې په افغانستان کې پاتې شي او که ترې ووځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د مرغومي ۱۷ مه د جرمني یوې پارلماني ډلې ته د وینا پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي، چې ناټو راتلونکې فبروری میاشت کې د وزیرانو غونډه رابولي او دا پرېکړه کوي، چې له افغانستان څخه ووځي که پاتې شي، خو هر ډول پرېکړه چې کېږي حالاتو ته په کتو به کېږي.

د ناټو سرمنشي ویلي، د دوی هره پرېکړه ستونزمنه ده او هره یوه ځان ته ګواښونه او خطرونه لری، ځکه که وځي افغانستان د ترهګرو پر ځاله بدلېږي او که نه وځي جګړې به دوام ولري او لګښتونه به زیات شي.

ده زیاته کړې«ډېرې ننګونې او ابهامونه شته، خو په یقیني ډول چې سولې او سوله‌ ییز حل ته د رسېدو یوازنۍ لاره د سولې خبرې دي، موږ د سولې د هڅو ملاتړ کوو، خو په ورته وخت کې موږ پوهېږو چې له سختې معما سره به مخامخ شو، راتلونکې میاشت د ناټو د دفاع وزیران سره ټولېږي او دوی به دا پرېکړه کوي چې افغانستان کې پوځي حضور ته دوام ورکړي او که نه.»

سټولټنبرګ ټینګار کړي، چې له افغانستانه د وتلو پرېکړه ‌یې په دې پورې تړلې چې دوی پوه شي طالبان له امریکا سره د شوي تړون مادو ته ژمن دي.

له القاعده شبکې سره د اړیکو پرېکون او افغانستان کې نړیوالو ترهګرو ته ځای نه‌ ورکول امریکا ته د طالبانو له ورکړل شویو ژمنو څخه ده.

ناټو وایي، دوی باید د پوځي مأموریت له پای ته رسولو مخکې ډاډمن شي چې طالبان دا کار کوي.

هغه ویلي« ټولو مهم شرط دا دی چې طالبان باید د اړتیا د پوره کېدو لپاره دا باوري کړي چې د القاعده په ګډون له نړیوالو ترهګرو سره اړیکې پرې کړي، موږ به د افغانستان د جګړې وضعیت او د سولې پرمختګ هم ارزوو او له مخې به‌یې خپله پرېکړه کوو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا او طالبانو په تړون کې امریکا هم ژمنه کړې چې د روان ۲۰۲۱ کال د مې میاشتې تر نیمایي، یا تر راتلونکو شاوخوا پنځو میاشتو به خپل سرتېري له افغانستانه باسي.

 جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي