۰
ملي امنیت شورا ځینې سیاسي او جهادي څېرو ته!

هره یو چې نورو ساتونکو ته اړتیا لري، په شخصي لګښتونو یې دې وګماري

یکشنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۸
د ملي امنیت شورا د ځینو سیاسي او جهادي څېرو هغه غوښتنلیک ته چې ولسمشر غني ته یې د دوی د ساتونکو د نه کمولو لپاره ورلېږلی غبرګون ښودلی دی.
هره یو چې نورو ساتونکو ته اړتیا لري، په شخصي لګښتونو یې دې وګماري
د ملي امنیت شورا د ځینو سیاسي او جهادي څېرو هغه غوښتنلیک ته چې ولسمشر غني ته یې د دوی د ساتونکو د نه کمولو لپاره ورلېږلی غبرګون ښودلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ځینې سیاسي او جهادي څېرو له ولسمشر غني نه په دغه لیک کې پر حکومت نیوکه کړې، چې د دوی په وینا د یوه نا معقوله او تبعیضي چلند له مخې یې د دوی ساتونکي یا باډي ګاردان کم کړي دي.

خو د ملي امنیت شورا وايي، حکومت د دغه کسانو د امنیتي اندېښنو او اړتیاوو د پوره کولو لپاره لازم اجراآت کړي دي او د دوی فزیکي امنیت تامین دی.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ وایي، ځیني دغه کسان لا هم له ۱۰۰ ډېر ساتونکي لري او په خبره‌ یې، که نورو ته اړتیا احساسوي، په شخصي لګښتونو دې وګماري.

ښاغلی اندړ ویلي«د دوی په ساتونکو کې نور بدلونونه نه‌ دي راغلي، مثلاً ښاغلی کریم خلیلي ۱۲۵ ساتونکي لري، د حاجي صاحب محمد محقق ساتونکي ۱۵۰ دي او دغه‌ راز د مارشال عبدالرشید دوستم ۱۸۰ تنه دي، که دوی او نور سیاسي او جهادي مشران غواړي لا ډېر ساتونکي ولري، کولای شي په خپلو شخصي لګښتونو د عامه ساتنې تصدۍ سرتېري استخدام کړي.»

د ملي امنیت شورا ویاند وايي، تر دې مخکې د دغو جهادي او سیاسي مشرانو د امنیت پر تأمین د کال څلور میلیارده افغانۍ، اوس تر لازمو اصلاحاتو وروسته دغه لګښت ۱،۲ میلیارده افغانیو ته راټیټ شوی چې حکومت ‌یې ورکوي.

د یادونې ده، چې ولسمشر ته په دغه لېږل شوي لیک کې د مارشال دوستم، محمد یونس قانوني، کریم خلیلي، محمد محقق، صلاح الدین رباني، احمد ضیا مسعود، سید حامد ګیلاني، ذبیح الله مجددي، ګلبدین حکمتیار او استاد سیاف نومونه لیکل شوي، خو ښاغلي سیاف او ښاغلي حکمتیار په کې لاسلیک نه دی کړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي