۰
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون:

ناپېژانده کړۍ د افغانستان د اسعتدانونو او ځواکونو د حذف په لټه کې دي

یکشنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۰
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا په کابل ښار کې وروستۍ هدفي وژنې غندلې وايي، جګړه مارې ډلې باید ژر تر ژره دې هدفي بریدونو او افغان وژنې ته د پای ټکی کېږدي.
ناپېژانده کړۍ د افغانستان د اسعتدانونو او ځواکونو د حذف په لټه کې دي
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا په کابل ښار کې وروستۍ هدفي وژنې غندلې وايي، جګړه مارې ډلې باید ژر تر ژره دې هدفي بریدونو او افغان وژنې ته د پای ټکی کېږدي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي حکومت باید دا روښانه کړي چې څوک د دې وطن د ځوانانو په حذف او وژنه پسې دي.

مېرمن اکبر زیاته کړې، چې په کابل کې وروستي هدفي بریدونه د جدي اندېښنې وړ دي او په خبره یې ناپېژانده کړۍ د دې هېواد د استعدادونو او ځوانانو د حذف په لټه کې دي.

نوموړې له ټولو ښکېلو اړخونو غږ کړی چې ژر تر ژره دې هدفي بریدونه او افغان وژنه ودروي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په وروستیو ورځو کې په هېواد کې هدفي بریدونه ډېر شي او اندېښنې یې پارولې دي.

همدا نن په کابل کې د عامه ساتنۍ تصدۍ ادارې د ویاند ضیا ودان په موټر د مقناطسي ماین چاودنه شوه، چې د ده په ګډون درې تنه په کې وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

ولسمشر غني هم دا برید په کلکو ټکو غندلی ویلي یې دي، پر وطنپالو، ژمنو او خدمتګارو شخصیتونو برید د اسلامي ارزښتونو خلاف او بشري ضد جنایت دی.
 
د ارګ خبرپاڼه د ولسمشر له قوله وايي، د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالی دا ښیي چې هغوی سولې ته د ژمنتیا روحیې خلاف بې ګناه خلک وژني او عام المنفعه تاسیسات ویجاړوي.
 
خبرپاڼه کې زیاته شوې، ولسمشر غني امنیتي او کشفي ارګانونو ته د دغه چاودنې د عاملینو د پیدا کولو او په سزا رسولو سپارښتنه کړې ده.
 
د یادونې ده، چې د عامه ساتنې تصدۍ د ویاند ضیا ودان په موټر نن سهار د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند کارته نو سیمه کې چاودنه وشوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي