۰

پکتیکا کې د حقاني شبکې پنځه کسیزه ډله نیول شوې ده

سی شنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۱
د ملي امنیت عمومي ریاست په پکتیکا ولایت کې د حقاني شبکې د پنځو تنو غړو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
پکتیکا کې د حقاني شبکې پنځه کسیزه ډله نیول شوې ده
د ملي امنیت عمومي ریاست په پکتیکا ولایت کې د حقاني شبکې د پنځو تنو غړو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، نیول شوې ډلې په مقناطسي ماین چاودنو او هدفي وژنو کې لاس درلود.

د سرچینې په وینا د دغه ډلې مشرۍ د نقیب اله په نوم یو کس چې په عبدالحی مشهور و کوله او په خوست، پکتیا او پکتیکا کې یې ترهګریز فعالیتونه درلودل.

د ملي امنیت ریاست زیاته کړې، چې دغه ډلې د پاکستان له استخباراتي ادارې ای اېس ای سره اړیکې درلودې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، یادې ډلې په وروستیو کې پلان درلود چې د پکتیکا د مرکز ښرنې په ګڼه ګوڼه کې موټر بم چاودنه ترسره کړي.

طالبانو او حقاني شبکې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي