ولسمشر محمد اشرف غني نیمروز ولایت کې د هوایي برید پر مهال د ملکي وګړو په مرګ ژوبله سخته خواشني ښودلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني افغان چارواکو ته د پېښې د پوره پلټنې او دغه راز سیمه ییزه چارواکو ته زیانمنو شویو کورنیو ته د رسیدګۍ امر کړی دی.
ولسمشر غني د ترهګرو پر وړاندې د افغان ځواکونو مبارزه ستایلې خو وايي، افغان ځواکونه باید د عملیاتو پر مهال د ملګي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي او مخینوی ترې وکړي.
ښاغلي غني پر وسله والو طالبانو هم نیوکه کړې هغوی یې ګرم بللي، چې په وینا یې د ملکیانو په سپر ګرځولو سره د هغوی ژوند ته لوی ګواښ پېښوي.
د یادونې ده، چې دوه شپې وړاندې د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ په منظري سیمه کې د افغان ځواکونو له خوا هوايي برید وشو.
د نیمروز د ولایتي شورا مشر باز محمد ناصر ویلي و، برید یوه کور ته نېږدې د طالبانو په غونډه شوی، خو په کې وژل شوي ۱۳ ملکي وګړي دي او دوه نور ټپیان شوي.
خو دفاع وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې و ویل، چې په دغه هوايي برید کې د ۹ پاکستانیانو په ګډون ۱۴ طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
اروپايي ټولنې په دې بریدونو خواشیني ښودلې وايي، افغان چارواکي باید په هر اړخیزه توګه وپلټي او عدالت تامین کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل