۰
روسیه:

جوبایډن باید د افغانستان په اړه ډېر محتاط قدومونه واخلي

چهارشنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۹
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، روسیه به د افغان سولې پروسې د بریا لپاره له هرې ممکنه لارې هلې ځلې وکړي.
جوبایډن باید د افغانستان په اړه ډېر محتاط قدومونه واخلي
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، روسیه به د افغان سولې پروسې د بریا لپاره له هرې ممکنه لارې هلې ځلې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابلوف ټينګار کړي، چې روسیه د افغان سولې پروسې سره هر راز همکارۍ ته چمتوالی لري او په افغانستان کې سولې ته ژمنه ده.

نوموړی ویلي، چې تر اوسه پورې د بین الافغاني مذاکراتو پروسه ښه روانه ده او که چېرې دا خبرې وځنډېږي نو دوی به له هرې ممکنه لارې د دې پروسې د بریا لپاره هلې ځلې وکړي.

نوموړي په مسکو کې د بین الافغاني مذکراتو د تر سره کېدو احتمال هم نه دی رد کړی.

بل خوا کابلوف په امریکا کې د واک بدلون ته هم اشارې کړې وايي، له شکه پرته به د امریکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بایډن واک ته راتګ د افغانستان د سولې پر پروسه اغېز ولري.

خو ټينګار یې کړی، چې باید باید د افغانستان په اړه ډېر متحاط قدمونه واخلي.

کابلوف دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له تېرې شنبې راهیسې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې روانې دي.

دواړه لوري وايي، د شنبې ورځې غونډه یې د اجنډا په ترتیب او توحید تېره کړې او خبرې په خورا ښه فضا کې تر سره شوې، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي