۰

افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راټیټ شو

شنبی ۲۷ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۳
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون اعلان کړی، چې په افغانستان او عراق کې یې د خپلو سرتېرو د کمولو هدف پوره کړی دی.
افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راټیټ شو
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون اعلان کړی، چې په افغانستان او عراق کې یې د خپلو سرتېرو د کمولو هدف پوره کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سپینې مانۍ او پنټاګون په جلا جلا خبر پاڼو کې ویلي، چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته راټیټ کړی شوی دی.

سپینې ماڼۍ هم په یوې اعلامیې کې د امریکا د ولسمشر دونالډ ټرمپ له خولې ویلي، په تېرو ۱۹ کلونو کې په لومړي ځل افغانستان کې د امریکایي سرتیرو شمېر تر ټولو ټېټې اندازې ته راښکته شوی دی.

د امریکا دفاع وزیر کریستوفر میلر هم په یوه بیان کې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره له ۲۰۰۱ م کال را په دې خوا د امریکايي پوځیانو شمېر تر ټولو ټیټ حد ته راکم کړل شوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت وايي، د سرتېرو کمول دا ښکاره کوي چې امریکا غواړي په افغانستان کې جګړه ختمه کړي.

خو په اعلامیې کې دا خبره هم شوې، چې د ۲۰۲۱ د مۍ تر میاشتې پورې د ټولو امریکایي عسکرو د وتلو خبره مشروطه ده.

د امریکا دفاع وزارت ټینګار کړي، چې د افغان جګړې ښکېلې ټولو غاړې باید د سولې پرمختګ ته ژمن وي.

د یادونې ده، چې امریکا په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې په افغانستان کې نژدې یولک پوځیان لرل.

خو کله چې امریکا له طالبانو سره د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې د سولې هوکړه وکړه په افغانستان کې یې د سرتېرو په کمولو پیل وکړ.

امریکا له طالبانو سره په کړې هوکړه کې ژمنه کړې، چې ټول امریکايي پوځیان باید د سږ کال تر مې میاشتې له افغانستانه ووځي.

خو د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبایډن چې ټاکل شوې پنځه وروځې وروسته لوړه وکړي او د چارو واګې لاس کې واخلي وايي، محدود شمېر پوځیان به په افغانستان کې پرېږدي چې د القاعده او داعش پر ضد مبارزې ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي