سیمه ییز چارواکي امنیتي چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې د طالبانو نفوذي کسانو ۱۲ سیمه ییز پولیس په ډزو وژلي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه ( د مرغومي ۲۶ مه) د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالحد ولي زاده وايي، د طالبانو درې نفوذي کسانو پر سیمه ییزه پولیسو برید کړی او ۱۲ تنه یې وژلي دي.
د هغه په وینا بریدګرو له برید وروسته د پولیسو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي دي.
د پولیسو ویاند زیاته کړې، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او وروسته به معلومات له رسنیو سره شریک کړی شي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:هرات