۰

ولسي جرګې بیا د ۱۴۰۰ کال د بودیجې طرحه رد کړه

شنبی ۲۷ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۶
د ۱۴۰۰ د بودیجې پر سر د حکومت او ولسي جرګې تر منځ ناندریو په ترڅ کې ولسي جرګې یو ځل بیا د دغه مالي کال د بودیجې طرحه رد کړه.
ولسي جرګې بیا د ۱۴۰۰ کال د بودیجې طرحه رد کړه
د ۱۴۰۰ د بودیجې پر سر د حکومت او ولسي جرګې تر منځ ناندریو په ترڅ کې ولسي جرګې یو ځل بیا د دغه مالي کال د بودیجې طرحه رد کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د لومړي ځل رد وروسته مالیې وزارت په طرحه کې څه تغیرات راوستي و او ولسي جرګې ته یې د تصویب لپاره لېږلې وه.

خو د جرګې د نن شنبې مرغومي ۲۷ مه غونډه کې وکیلانو یو ځل بیا پر دوهمه طرحه هم نیوکې درلودې او ویل یې، چې په دغه بودجسه کې حکومت بیا د جرګې وړاندې شوي تعدیلاتو ته پاملرنه نه ده.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون مشر میر افغان صافي و ویل، چې د بودیجې دویم طرحه هم د ۱۹ موارده تخطۍ او خلاف له امله د کمېسویونو په ګډه غونډه کې په اتفاقي صورت سره رد شوې ده.

د هغه په وینا په لومړی مسوده کې ۱۷ تخطۍ وې، خو حکومت ته په بیا لېږلو سره دغه تخطۍ دوه نورې هم زیاتې او ۱۹ شوې دي.

دی وایي، مالیې وزارت ورته ویلي، چې ولسي جرګه د بودیجې په طرحه کې د تعدیل صلاحیت نه لري، بلکې یوازې د تصویب یا رد صلاحیت لري.

نوموړي حکومت تورن کړ، چې هڅه کوي د ولسي جرګې صلاحیتونه راکم کړي او دغه راز په بودیجه کې یې د وکیلانو تعدیلاتو په ځانګړي ډول د معاشونو د یو شان کولو او ولایتي پروژې موضوع په پام کې نه ده نیولې.

د جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون نورو غړو هم ویل، چې په بودیجه کې د دوی تعدیلاتو ته پام نه دی شوی، بلکې پر ځای یې د ملي دسترخوان پروګرام ځایول شوی او مهمې پروژې یې ترې حذف کړې دي.

د راپورونو له وړاندې کولو وروسته د جرګې رییس میر رحمان رحماني یو ځل بیا د بودیجې طرحه د رایې اچونې لپاره وړاندې کړه، چې د رایو په اکثریت سره بیا رد شوه.

ولسي جرګه د ۱۴۰۰ کال بودیجه په داسې مهال ردي، چې مالیې وزارت د همدې بودیجې د نه تصویب له امله د دولت کارکوونکو معاشونه تر اوسه نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي