۰
کابل کې د امریکا شارژادفیر:

طالبان دې پوه شي، چې هدفي وژنې نړیوال پاروي، باید ودرول شي

دوشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۳
کابل کې د امریکا سفارت د سترې محکمې په ښځینه قاضیانو د برید پړه په غیر مستقیم ډول پر طالبانو اچولې او د دغه ډول بریدونو د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.
طالبان دې پوه شي، چې هدفي وژنې نړیوال پاروي، باید ودرول شي
کابل کې د امریکا سفارت د سترې محکمې په ښځینه قاضیانو د برید پړه په غیر مستقیم ډول پر طالبانو اچولې او د دغه ډول بریدونو د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن په خپله ټوېټر پاڼه دا برید غندلی او په اړه یې د جدي پلټونو غوښتنه کړې ده.

د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافیر راس ویلسن په افغانستان کې د ترور او هدفي ‌وژنو د بندولو غوښتنه کړې ده.

که څه هم د دغه برید مسولیت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخیستی خو ویلسن په غیر مستقیم ډول طالبان ګرم بللي دي.
ویلسن لیکلي« طالبان باید پوه شي دا ډول کړنې چې مسولیت لري، نړیوال پاروي او که په افغانستان کې سوله راځي باید دا ډول کړنې ودرول شي.»
طالبانو په وروستیو هدفي وژنو کې لاس لرل رد کړي دي خو دا دویم ځل دی، چې امریکايي چارواکي دغه ډول هدفي وژنو مسوول طالبان بولي.
تر ویلسن وړاندې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لګیت په خپل ټویټر کې د افغان خبریالانو، مدني ټولنې د فعالانو او حکومتي مامورانو هدفي وژنې د طالبانو کمپاین او کار بللی وو.
نوموړي زیاته کړې وه، چې باید د سولې بهیر کامیابېدو لپاره د طالبانو دا کمپاین ودرول شي.
افغان حکومت هم وايي، هدفي وژنې د طالبانو کار دی او طالبان غواړي په دې ډول کارونو سره د ولس او دولت تر منځ واټن راکم او دولت نړیوالو ته کمزوری وښي او د سولې پروسه کې زیات امتیاز تر لاسه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي