د امریکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبایډن له خوا نومول شوی دفاع وزیر وايي، په نړې کې د امریکا اوږده جګړه باید ختمه کړی شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جېمز اسټین سنا جرګې ته د واک د تایید په یوه غونډه کې په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې پر پای ته رسېدو ټینګار کړی دی.
نوموړي ویلي، چې افغان جګړه باید نور ختمه شي او امریکايي سرتېري هم بېرته خپلو کورونو ته راستانه کړی شي.
جېمز اسټین ټينګار کړی، چې هر څه ژر باید د افغان حکومت او طالبانو تر منځ یوه هوکړه وشي، سوله او ثبات ټینګ او امریکايي سرتېري له دغه هېواد څخه راستانه کړی شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بایډن د بهرنیو چارو وزیر هم سنا ته په خبرو کې د افغان جګړې پر پای ته رسېدو ټینګار کړی و، خو ویلي یې و چې له طالبانو سره د امریکا هوکړه به وارزول شي.
جمهورخبري آژانس:کابل