ولسمشر غني هرات ولایت ته ولاړ

2 دلو 1399 ساعت 9:11

ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د هېواد لوېدیځ هرات ولایت مرکز ته ورسېده.


ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د هېواد لوېدیځ هرات ولایت مرکز ته ورسېده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی غني او ورسره پلاوی نن پنشنبې د سلواغې ۲ مه هرات ولایت ته ولاړ.

د ارګ خبرپاڼه وايي، هرات ته د ولسمشر غني د سفر موخه د دغه ولایت ټولیز وضعیت ارزول دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ښاغلی غني به په دغه سفر کې د هرات له ملکي او نظامي چارواکو، دیني عالمانو، قومي مخورو، ځوانانو، ولایتي شورا، ښځو، مدني ټولنې او خصوصي سکتور له استازو سره جلا جلا لیده کاته ولري.

د یادونې ده، چې ولسمشر غني له دې څو ورځې وړاندې ننګرهار ولایت ته هم تللی و او د دغه ولایت وضعیت یې له نېږدې وارزاوه.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 135663

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135663/

جمهور
  https://www.jomhornews.com