ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د هېواد لوېدیځ هرات ولایت مرکز ته ورسېده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی غني او ورسره پلاوی نن پنشنبې د سلواغې ۲ مه هرات ولایت ته ولاړ.
د ارګ خبرپاڼه وايي، هرات ته د ولسمشر غني د سفر موخه د دغه ولایت ټولیز وضعیت ارزول دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ښاغلی غني به په دغه سفر کې د هرات له ملکي او نظامي چارواکو، دیني عالمانو، قومي مخورو، ځوانانو، ولایتي شورا، ښځو، مدني ټولنې او خصوصي سکتور له استازو سره جلا جلا لیده کاته ولري.
د یادونې ده، چې ولسمشر غني له دې څو ورځې وړاندې ننګرهار ولایت ته هم تللی و او د دغه ولایت وضعیت یې له نېږدې وارزاوه.
جمهورخبري آژانس:کابل