۰
لوی څارنوال:

د امنیت نشتوالی د عدالت د تأمین پر وړاندې جدي ستونزه ده

پنجشنبه ۲ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۷
د افغانستان لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وايي، په هېواد کې د امنیت نشتوالی د عدالت د تامین پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ او ستونزه ده.
د امنیت نشتوالی د عدالت د تأمین پر وړاندې جدي ستونزه ده
د افغانستان لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وايي، په هېواد کې د امنیت نشتوالی د عدالت د تامین پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ او ستونزه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي حمیدي دغه څرګندونې نن پنشنبې د سلواغې ۲ مه د افغانستان د عدلي او قضايي سکتور د سروې د مقدماتي موندنو اعتبار ورکولو په غونډه کې چې د اسیا بنسټ (Asia Foundation) له خوا جوړه شوې وکړې.

نوموړي و ویل، چې افغانان د هر بل ملت په پرتله د امن، عدالت او قانونیت په فضا کې د ژوند کولو حق لري، خو په وینا یې د امنیت نشتوالی د عدالت د تأمین پر وړاندې جدي ستونزه ده، چې دمګړۍ دا اداره ورسره لاس و ګرېوان ده.

ده زیاته کړه«عدالت ته د خلکو لاسرسي د نظام او دولت د ملاتړ سبب کېږي، دې ادارې په تېرو دوو کلونو کې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د عدلی خدمتونو د وړاندې کولو په موخه پرله پسې هڅې کړې دي.»

ښاغلي حمیدي د عدالت پر رول او تأمینولو ټینګار وکړ زیاته یې کړه، چې د نظام بقا د قانون او نظم پر استمرار او عدالت ولاړه ده او له نېکه مرغه دا فرصت د لویې څارنوالۍ په اختیار کې دی.

هغه د خپلو کارکونکو او دغه ادارې امنیت ته په اشارې و ویل، چې د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو خوندیتوب او امنیت دغې ادارې ته مهم دی، چې په دې برخه کې له ټولو امکاناتو استفاده کوي.

د ښاغلي حمیدي په باور له مراجعینو سره نېک چلن او د هغوی کرامت ساتنه د دغې ادارې د کارکوونکو په امنیت کې مهم رول درلودلی شي، ځکه په وینا یې د خلکو ملاتړ او رضایت د کارکوونکو د امنیت، اساسي او بنیادي عنصر تشکیلوي.

لوی څارنوال د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، د دغې ادارې اساسي دنده د افغانانو د عزت، کرامت او حقوقو او ازادیو دفاع ده او له خلکو سره په حوصلې چلن د څارنوال د بریا راز دی.

د افغانستان لوی څارنوال په خپلو خبرو کې د سولې پروسې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، هیله من یو، چې د سولې پروسه د افغانستان د خلکو په خیر پای ته ورسېږي او یو سوله ییز افغانستان ولرو.

په ورته وخت کې د اسیا – افغانستان بنیاد سرپرستې جینا کریم و ویل، دا بنسټ کوښښ کوي، ورته نورې غونډې هم ترسره کړي.

د اغلې کریم په وینا، امنیتي مسایل ننګوونکي دي، چې دا ستونزه عدلي او قضايي ادارې د پلانونو په تطبیق کې له ستونزو سره مخامخوي.

نوموړې د قانون د حاکمیت په برخه کې د لویې څارنوالۍ د فعالیتونو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې دا بنسټ به له لویې څارنوالۍ سره همکار وي او له دغه بنسټ سره يې د ګډونوالو نظریات هم مرستندوی وبلل.

د اسیا بنیاد د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ برخې رئيس ادریس الهام په دې غونډه کې وویل، دغه بنسټ د قانون د حاکمیت په برخه کې هڅې کړې او زیاته یې کړه، عدالت د ټولو سیاسي نظامونو زړه او اساس دی.

د نوموړي په وینا، دغه بنسټ په تېرو دوو میاشتو کې د عدلي او قضايي بنسټونو د امنیتي ننګونو په برخه کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۲۶۳ مرکزه ارزولي او د عدلي او قضايي بنسټونو له ۵ زرو او ۴۰۰ کارکوونکو سره یې له نژدې خبرې کړې دي.

د نوموړي په وینا، د دغې غونډې د ترسراوي موخه د یاد شوي بنسټ موندنو ته د اعتبار ورکول دي او د ګډونوالو نظریات به د دغه بنسټ له راروانو ارزونو سره مرستندوی وي.

د دې تر څنګ د لویې څارنوالۍ د امنیتي کمېسیون رئيس محمد نواب احمدزي د دغې غونډې د جوړېدو په پار د اسیا بنسټ مننه وکړه او ويې ویل، لویه څارنوالي د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب په برخه کې له ټولو امکاناتو استفاده کوي.

ښاغلي احمدزي وویل، چې د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو د هدفي وژنو دلیل د دوی د عدالت د تأمین او قانون د ښه حاکمیت له کبله دي.

د نوموړي په وینا، د لويې څارنوالۍ کارکوونکي د خپلو همکارانو له شهیدېدو سره سره افغانانو ته خدمت کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي