سعودي عربستان په تحصیلي برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي

4 دلو 1399 ساعت 10:33

سعودي عربستان د لیسانسو ماسټری، مسلکي او تخصصي زده کړو په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ او مرستې ته چمتوالی ښودلی دی.


سعودي عربستان د لیسانسو ماسټری، مسلکي او تخصصي زده کړو په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ او مرستې ته چمتوالی ښودلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په همدې تړاو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او سعودي عربستان د پوهنې وزیر ډاکتر حمد بن محمد آل شیخ سره لیدنه کې یوه یاداشت پاڼه لاسلیک کړې ده.

ښاغلي اتمر په دغه لیدنه کې له سعودي څخه د زده کړو افغان زده کړیالانو ته د علمي بورسیو ورکولو او په مسلکي، عملي او تخنیکي برخو کې د همکارۍ او مرستې غوښتنه کړې ده.
 
د ښاغلي اتمر له غوښتنې وروسته د سعودي د پوهنې وزیر ویلي، هېواد یې غواړي نوي فصل ته د افغانستان په داخلېدو کې همکاري ورسره وکړي.

نوموړي ویلي، چې هېواد یې کولی شي د ښوونکو د روزنې، د تعلیمي نصاب د تدوین په برخه کې له خپلو تجربو او نویو لاس ته په ګټې اخیستنې له افغانستان سره مرسته وکړي.

په دغه لیدنه کې سعودي وزیر د خپل هېواد له لوري افغان محصلینو ته د لیسانس، ماسټرۍ، مسلکي او عملي برخو کې د بورسیو د ورکړې او زیاتولو ته چمتوالی وښوده.

جمهورخبري آژانس:کابل


 


د مطلب کود: 135699

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135699/

جمهور
  https://www.jomhornews.com