۰

سعودي عربستان په تحصیلي برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي

شنبی ۴ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۳
سعودي عربستان د لیسانسو ماسټری، مسلکي او تخصصي زده کړو په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ او مرستې ته چمتوالی ښودلی دی.
سعودي عربستان په تحصیلي برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي
سعودي عربستان د لیسانسو ماسټری، مسلکي او تخصصي زده کړو په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ او مرستې ته چمتوالی ښودلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په همدې تړاو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او سعودي عربستان د پوهنې وزیر ډاکتر حمد بن محمد آل شیخ سره لیدنه کې یوه یاداشت پاڼه لاسلیک کړې ده.

ښاغلي اتمر په دغه لیدنه کې له سعودي څخه د زده کړو افغان زده کړیالانو ته د علمي بورسیو ورکولو او په مسلکي، عملي او تخنیکي برخو کې د همکارۍ او مرستې غوښتنه کړې ده.
 
د ښاغلي اتمر له غوښتنې وروسته د سعودي د پوهنې وزیر ویلي، هېواد یې غواړي نوي فصل ته د افغانستان په داخلېدو کې همکاري ورسره وکړي.

نوموړي ویلي، چې هېواد یې کولی شي د ښوونکو د روزنې، د تعلیمي نصاب د تدوین په برخه کې له خپلو تجربو او نویو لاس ته په ګټې اخیستنې له افغانستان سره مرسته وکړي.

په دغه لیدنه کې سعودي وزیر د خپل هېواد له لوري افغان محصلینو ته د لیسانس، ماسټرۍ، مسلکي او عملي برخو کې د بورسیو د ورکړې او زیاتولو ته چمتوالی وښوده.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي