۰
د امریکا د نوي حکومت څرګندونو ته د طالبانو غبرګون:

موږ د دوحې هوکړې عملي کولو ته ژمن یو تاسې یې هم عملي کړی

یکشنبه ۵ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۴
وسله والو طالبانو د امریکا د نوي حکومت د ځینو چارواکو دې څرګندونو ته چې له طالبانو سره شوې هوکړه به بیا و ارزوي غبرګون ښودلی دی.
موږ د دوحې هوکړې عملي کولو ته ژمن یو تاسې یې هم عملي کړی
وسله والو طالبانو د امریکا د نوي حکومت د ځینو چارواکو دې څرګندونو ته چې له طالبانو سره شوې هوکړه به بیا و ارزوي غبرګون ښودلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو ویلي، دوی دوحه کې له امریکا سره د کړې هوکړې د هرې مادې عملي کولو ته ژمن دی او د امریکا نوی حکومت هم باید دغه تړون ته ژمن پاتې شي او عملي یې کړي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ ویلي، د افغانستان د ستونزې د سیاسي جوړجاړي یوازنۍ لار، د ده په ټکو د دوحې د تړون پلي کول دي.

نوموړي زیاته کړې، د هوکړې د پلي کولو لپاره عملي ګام دا دی چې د افغانستان لانجه له سیاسي لارې هواره شي او بهرني ځواکونه د طالبانو د اسلامي امارت او امریکا د هوکړې له مخې له هېواده ووځي.

ده ویلي«موږ له خپل اړخه یو ځل بیا وایو چې د هوکړې د هرې مادې عملي کول د ټولو لپاره ښه کار دی، موږ هغو ژمنو ته ولاړ یو چې هوکړه کې مو کړي دي، له مقابل لوري هم غواړو چې هوکړه کې کړیو ژمنو باندې ودرېږي.»

طالبان دا غبرګون پر داسې مهال ښيي، چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار سلاکار جیک سولیوان او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر انتوني بلېنکن ویلي، چې له طالبانو سره شوې هوکړه به له سره و ارزول شي.

دوی دواړو زیاته کړې، چې دا باید وارزول شي چې طالبان له ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پرې کولو، په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو او له افغان حکومت او نورو خواوو سره د با مفهومه خبرو د پیل په اړه په خپلو ژمنو ولاړ دي او که نه.

افغان حکومت د امریکايي چارواکو د دغه څرګندونو هرکلی، ملاتړ او ټینګار کړی، چې له طالبانو سره د ټرمپ د ادارې شوې هوکړه باید له سره وارزول شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه دوحه کې افغانستان ته د سولې راوستو په نوم تړون لاسلیک شو.

په دغه تړون کې دطالبانو ژمنې دا وې، چې تاوتریخوالی به کموي، په بهرنیو ځواکونو به بریدونه نه کوي، له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کوي او د سولې بین الافغاني خبرې به پیلوي.

که څه هم طالبان دغه هوکړې ته ځان ژمن بولي او وایي، چې ژمن دي، خو افغان حکومت وایي طالبانو کړې ژمنې نه یوازې عملي کړې نه دي، بلکې جګړې یې لا زیاتې کړې دي.

افغان حکومت وايي، طالبان اوس هم له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره ژورې اړیکې لري او د هغوی پلانونه تطبیقوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي