۰

ملا برادر د ایران د ملي امنیت شورا له مشر سره لیدلي

پنجشنبه ۹ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۱
طالبانو او ایراني چارواکو تایید کړې، چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د ایران د ملي امنیت شورا له مشر علي شمخاني سره لیدلي دي.
ملا برادر د ایران د ملي امنیت شورا له مشر سره لیدلي
طالبانو او ایراني چارواکو تایید کړې، چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د ایران د ملي امنیت شورا له مشر علي شمخاني سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملا برادر او شمخاني لیدنه پرون چهارشنبې د سلواغې ۸ مه تهران کې شوې او پر یو لړ مسایلو یې خبرې کړې دي.

د طالبانو د قطر ویاند محمد نعیم وردګ ویلي، ښاغلي برادر له شمخاني سره د پولې په اړوند مسایلو، افغان کډوالو، مسافرو، سوداګرۍ، د دواړو د دواړو خواو تر منځ د اړیکو پیاوړتیا، بین الافغاني مذاکراتو په همیت، په افغانستان او سیمه کې د سولې او امنیت په موضوعاتو خبرې کړې دي.

په ورته وخت کې د ایران د ملي امنیت شورا مشر علي شمخاني هم په خپل ټویټر کې د طالبانو په اړه لیکلي چې طالبان د امریکا په وړاندې مبارزې کې د ټینګ هوډ خاونده ډله ده.

د یادونې ده، چې دا په تېر یوه کال کې ایران ته د طالبانو درېیم سفر دی، چې تر سره کېږي، خو دا سفر پر داسې مهال کېږي، چې د امریکا او ایران اړیکې نوې هم ترینګلې شوې او دغه راز په دې وروستیو کې د امریکا د نوې ادارې له خوا د طالبانو سره د دوحې د شوي تړون بیا ارزونې خبرې، طالبانو ته هم ښې نه دي ورلګېدلې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي