۰

طالبان: هېچا ته د امریکا پر ضد د افغان خاورې د کارولو اجازه نه ورکو

پنجشنبه ۹ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۸
وسله والو طالبانو د امریکا د خزانې وزارت هغه راپور په کلکه رد کړی، چې ګڼې دغه ډلې له القاعده شبکې سره اړیکې نه یوې شکولې نه دي، بلکې لا یې پیاوړې کړې دي.
وسله والو طالبانو د امریکا د خزانې وزارت هغه راپور په کلکه رد کړی، چې ګڼې دغه ډلې له القاعده شبکې سره اړیکې نه یوې شکولې نه دي، بلکې لا یې پیاوړې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د امریکا د خزانې وزارت دغه راپور چې ګواکي د القاعده ډلې غړي لا هم په افغانستان کې دي او لا فعال شوي بې بنسټه دی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي، وروسته تر هغه چې په افغانستان کې جګړو زور واخیست په عربي هېوادونو کې هم مهم بدلونونه راغلل نو د القاعده ډلې غړي چې په افغانستان کې اوسېدل بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.

خبرپاڼه وايي،اوسمهال د القاعده ډلې هیڅ غړی په افغانستان کې نشته دی.

طالبانو دغه راز د امریکا- طالبانو د دوحې هوکړې پر ساتنه ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې دوی د دوحې هوکړې ټولو مواردو ته ژمن دي.

وسله والو طالبانو په دغه خبرپاڼه کې یول ځل بیا ویلي، چې دوی به هېچا ته د امریکا او د هغوی د متحدینو پر ضد د افغان خاورې کارول کېدو اجازه ورنه کړي.

طالبانو دا اعلامیه پر داسې مهال خپره کړې، چې دوه ورځې وړاندې د امریکا د خزانې وزارت په یوه راپور کې ویلي، چې طالبانو له القاعده شبکې سره نه یوې اړیکې پرې کړې نه دي، بلکې لا یې غښتلې کړې دي.

په دغه راپور کې ټینګار شوی دی، چې القاعده شبکه لا هم طالبانو ته مالي سرچینې برابروي او د دغه شبکې لوړ پوړي چارواکي طالبانو ته سلا مشورې ورکوي.

دغه راز د امریکا د نوې ادارې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم د سنا په یوه غونډه کې ویلي، چې په طالبانو باور نه دی پکار او ځواکونه باید له افغانستانه شرایطو ته په کتو وایستل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي