د شانګهای د همکارۍ ټولنې سرمنشي: داعش افغانستان ته لېږدېدلي دي

11 دلو 1399 ساعت 9:10

د شانګهار د همکارۍ ټولنې سرمنشي ولادیمیر نوروف ویلي، د داعش وسله والې ډلې غړي له منځني ختیځه افغانستان ته لېږدېدلي دي.


د شانګهار د همکارۍ ټولنې سرمنشي ولادیمیر نوروف ویلي، د داعش وسله والې ډلې غړي له منځني ختیځه افغانستان ته لېږدېدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولادیمیر نوروف پرون جمعه د سلواغې ۱۰ مه په یوه انلاین کنفرانس کې دغه څرګندونې کړې او ویلي دي، چې داعش د سیمې امنیت ته ګواښ پېښ کړی دی.

دغه کنفرانس کې د افغانستان د سولې پروسه او د شانګهای د همکارۍ ټولنه په نوم د اسلام اباد د پالیسۍ د څیړنیز انستیتیوت له لوري تنظیم شوی و نوروف د افغانستان د پولو په شاوخوا کې د حالاتو د خرابېدو په اړه اندېښنه وښوده.

نوموړي زیاته کړه، چې د شانګهای د همکارۍ ټولنې د سیمه ییز تروریستي ضد جوړښت پر اساس، د افغانستان شمال ته د تلونکو جګړه مارو ترهګرو شمېر په زیاتېدو دی.

نوروف خبرداری ورکړ چې داعش په افغانستان کې له معلوماتي او اتصالاتي ټیکنالوژۍ څخه د خپلې ایډیالوژۍ د خپرولو لپاره کار اخلي.

نوموړي و ویل، چې د شانګهای د همکارۍ ټولنه په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره د ټولو هلوځلو ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 135939

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135939/

جمهور
  https://www.jomhornews.com