۰
امریکايي رسنۍ:

که بایډن ته له طالبانو سره شوی تړون ناسم ښکاره شي شاید لغوه یې کړي

یکشنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۲
ځینې امریکايي رسنۍ وايي، د بایډن اداره له طالبانو سره د امریکا شوې هوکړه بیا ارزوي او که بایډن ته ناسمه ښکاره شي ښايي لغوه یې کړي.
که بایډن ته له طالبانو سره شوی تړون ناسم ښکاره شي شاید لغوه یې کړي
ځینې امریکايي رسنۍ وايي، د بایډن اداره له طالبانو سره د امریکا شوې هوکړه بیا ارزوي او که بایډن ته ناسمه ښکاره شي ښايي لغوه یې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټایمز مجلې په یوه راپورک ې ویلي، د امریکا نوي ولسمشر ته ویل شوي، چې له طالبانو سره شوې موافقه له طالبانو سره موافقه اساساً ناسمه ده او کېدای شي چې د افغانانو د راتلونکې د تیاره کېدو سبب شي.

سرچینه وايي، بایډن ژمنه کړې چې له طالبانو سره د ټرمپ د حکومت د فبرورۍ د ۲۹ نېټې د موافقې جاج واخلي، او پینتاګون دې ته تیاري نیسي چې د افغانستان د امنیتي وضعیت بشپړه ارزونه وکړي.

په راپور کې ویل شوي، ښايي دا مسله تر مې میاشتې پورې له افغانستانه د پاتې ۲۵۰۰ امریکايي پوځیانو پر وتلو اغېز وکړي.

راپور کې دا هم راغلي، چې ولسمشر بایډن ته دا هم ویل شوي، که امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل، القاعده شبکه به بیا سر راپورته کړي او یو وار بیا به له افغانستان څخه د امریکا او نورو هیوادونو پر ضد د حملې لپاره کار واخلي.

په همدې حال کې د امریکا دفاع وزیر او یو شمېر نورو چارواکو ویلي چې دوی د طالبانو د قدرت په اړه ناسم اټکل کړی و او فکر یې کاوه چې دا ډله به د القاعده او داعش د مخنیوي توان لري.

دوی همداراز ویلي چې طالبانو هغه ژمنې نه دي عملي کړي چې له امریکا سره د فبرورۍ د ۲۹ نېټې په موافقه کې یې منلې وې.

په ورته وخت ان بي سي نیوز په یوه تحلیل کې لیکلي، چې د بایډن اداره غواړي، په افغانستان کې د روانې جګړې د پای لپاره اساسي اقدامات تر سره کړي.

تحلیل کې راغلي، د بایډن حکومت پرېکړه کړې چې په لومړي سر کې په افغانستان کې د سولې اړوند ټول پرمختګونه وڅېړي او تر هغه وروسته یې په اړه پرېکړه وکړي.

په مطلب کې راځي چې بایډن ته د افغانستان د سولې اوسنی کاواکه بهیر په هېڅ صورت د منلو نه دی نو له همدې امله یې خپلو مهمو چارواکو ته دنده سپارلې چې په دې اړه هر څه په دقیقه توګه و ارزوي.

سرچینه وايي، د بایډن ادارې نږدې کسانو ان دا ویلي چې که بایډن ته د افغانستان د سولې پروسه ناسمه وبرېښي نو د دې احتمال شته چې د دوحې له هوکړې شاتګ وکړي او افغانستان ته بېرته خپل سرتېري ولېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د دفاع نوي وزیر او د ملي امنیت سلاکار ویلي، طالبانو تشدد کم کړی نه دی، د افغانستان له حکومت سره یې صادقانه خبرې پیل کړي نه دي او له القاعده شبکې سره یې اړیکې شلولې نه دي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیفان له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه ویلي، په دې برخه کې جدي بیاکتنه پیل شوې چې ایا طالبان له موافقې سره سم پرمخ روان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي