۰
د اسلامي علماوو نړیواله ټولنه:

افغانستان کې روانه جګړه دیني مشروعیت نه لري، اوربند واجب امر دی

دوشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۸
د اسلامي علماوو نړیوالې ټولنې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلل وايي، دغه جګړه دیني مشروعیت نه لري او دواړه لوري باید ژر تر ژره اوربند وکړي.
افغانستان کې روانه جګړه دیني مشروعیت نه لري، اوربند واجب امر دی
د اسلامي علماوو نړیوالې ټولنې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلل وايي، دغه جګړه دیني مشروعیت نه لري او دواړه لوري باید ژر تر ژره اوربند وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې ټولنې مشرتابه دغه څرګندونې دوحه کې د افغان دولت د مذاکراتي پلاوي له غړیو سره لیدنه کې کړې دي
دغه لیدنه چې پرون یکشنبې د سلواغې ۱۲ مه دوحه شوې، په کې د اسلامي علماوو نړیوالې ټولنې ډاکتر احمد الریسوني او ډاکتر قره ‌داغي او د افغان دولت د پلاوی غړیو مولوي عطاالله لودین، مولوي عنایت الله بلیغ او محمد ناطقي ګډون درلود.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو لورو په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې اترې وکړې.

د مسلمانو علماوو د نړیوالې اتحادیې مشرتابه ویلي، چې په افغانستان کې روانه جګړه دیني مشروعیت نه ‌لري او په کار ده چې د ختمولو لپاره یې یوه سیاسي حل لاره پیدا شي.

دغه دیني علماوو په اوسني وضعیت کې بېړنی اوربند شرعي واجب امر دی او مذاکراتي ټیمونه باید ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسېږي.

دغه راز دوی د افغانستان د روانې جګړې لامل سیاسي اختلافات وبلل او د سولې په پروسه کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو رول یې اساسي وباله.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، په دې ناسته کې د مسلمانو علماوو نړیوالې اتحادیې د دفتر مشرتابه د مذاکراتو له لورو وغوښتل چې د سولې مذاکراتو بهیر په حوصلې سره چټک کړي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې ځینو نورو اسلامي ټولنو او یو زیات شمېر اسلامي هېوادونو هم په افغانستان کې روانه جګړه ناروا او غیر شرعي بللې او د ژر پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي