کابل، تاشکند او اسلام آباد د ګډې رېل پټلۍ جوړلو هوکړه وکړه

16 دلو 1399 ساعت 8:21

د ازبکستان، افغانستان او پاکستان تر منځ د ګډې رېل پټلۍ جوړولو هوکړه د درې واړه هېوادونو د چارواکو تر منځ لاسلیک شوه.


د ازبکستان، افغانستان او پاکستان تر منځ د ګډې رېل پټلۍ جوړولو هوکړه د درې واړه هېوادونو د چارواکو تر منځ لاسلیک شوه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه هوکړه پرون چهارشنبې د سلواغې ۱۵ مه د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې د یو لړ ځانګړو مراسمو پر مهال لاسلیک شوې ده.

هوکړه له مزار شریف تر کابل بیا پېښور پورې د رېل پټلۍ د جوړولو پر ارزونه شوې ده.

د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د دغه هوکړې د لاسلیک پر مهال ویلي، دغه ډول سترې اقتصادي او ترانیزیتي پروژې ټولې سیمې ته ثبات راوستلی شي او د افغانستان د پرمختګ سبب ګرځي.

نوموړي په دې مراسمو کې له ټولو هغو مرسته کوونکو هېوادونو مننه کړې ده چې د دې هوکړې پر بنسټ به په افغانستان کې د رېل پټلۍ د جوړېدو په برخه کې همکاري کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136119

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136119/

جمهور
  https://www.jomhornews.com