ننګرهار کې چاودنې درې پولیس ټپیان کړل

18 دلو 1399 ساعت 14:07

سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې د پولیسو په رنجر موټر چاودنه شوې او درې تنه په کې ټپیان شوي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې د پولیسو په رنجر موټر چاودنه شوې او درې تنه په کې ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن شنبې د سلواغې ۱۸ مه د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار د بهسودو پله ته څېرمه د هوټلونو په سیمه کې شوې ده.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چاودنه د قوماندانۍ د پولیسو په رنجر موټر شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې درې پولیس ټپیان شوي دي، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې همدا نن د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې ملي امنیت ځواکونو هغه مقناطسي ماین کشف او شنډ کړ، چې د ناوې او زوم په موټر پسې نښلول شوی وو.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د کابل په ګډون په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې مقناطسي ماین چاودنې او هدفي وژنې ډېرې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 136201

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136201/

جمهور
  https://www.jomhornews.com