۰

ننګرهار کې چاودنې درې پولیس ټپیان کړل

شنبی ۱۸ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۷
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې د پولیسو په رنجر موټر چاودنه شوې او درې تنه په کې ټپیان شوي دي.
ننګرهار کې چاودنې درې پولیس ټپیان کړل
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې د پولیسو په رنجر موټر چاودنه شوې او درې تنه په کې ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن شنبې د سلواغې ۱۸ مه د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار د بهسودو پله ته څېرمه د هوټلونو په سیمه کې شوې ده.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چاودنه د قوماندانۍ د پولیسو په رنجر موټر شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې درې پولیس ټپیان شوي دي، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې همدا نن د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې ملي امنیت ځواکونو هغه مقناطسي ماین کشف او شنډ کړ، چې د ناوې او زوم په موټر پسې نښلول شوی وو.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د کابل په ګډون په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې مقناطسي ماین چاودنې او هدفي وژنې ډېرې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي