دفاع وزارت: په دریو ولایتونو کې ۲۸ طالبان وژل شوي دي

19 دلو 1399 ساعت 9:51

ملي دفاع وزارت د هېواد په درې ولایتونو کې د افغان هوايي ځواک په بریدونو کې د ۲۸ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت د هېواد په درې ولایتونو کې د افغان هوايي ځواک په بریدونو کې د ۲۸ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن یکشنبې د سلواغې ۱۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان هوايي ځواک، په اروزګان، هلمند او کندهار ولایتونو کې دغه هوايي بریدونه کړي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اروزګان په دهراود ولسوالۍ کې پر طالبانو هوايي برید کې ۱۵ جنګیالي وژل شوي، دوه پتڼځایونه، یو موټر او یوه اندازه سولې له منځه وړل شوې دي.

دغه راز سرچینه زیاتوي، د هلمند د نهرسراج ولسوالۍ سربند سیمه کې هم پر طالبانو هوايي برید شوي، چې له امله د حق دوست په نوم د یوه سرګروپ په ګډون ۸ طالبان په کې وژل شوي دي.

همدارنګه دفاع وزارت وايي، د کندهار ارغنداب کې د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي او دا ولسوالي ترې پاکه شوې ده.

خبرپاڼه دا هم زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې ۱۰ صرف موټر چې طالبانو ترهګریزه بریدونو کې کارول او ۴۷ کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136221

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136221/

جمهور
  https://www.jomhornews.com