په کابل او ولایتونو کې ۱۱ تنه د انسان تښتوونکو سره بندیان دي

20 دلو 1399 ساعت 9:50

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، دا مهال په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې ۱۱ تنه د انسان تښتوونکو په منګولو کې دي، چې د خلاصون لپاره یې هڅې روانې دي.


د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، دا مهال په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې ۱۱ تنه د انسان تښتوونکو په منګولو کې دي، چې د خلاصون لپاره یې هڅې روانې دي.

د جمهور آژانس دغه څرګندونې د ملي امنیت ریاست استازي د خصوصي سکتور د مصوونیت کمېتې په غونده کې، چې رهبري یې د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش کوله وکړې.

د ملي امنیت ریاست استازي په دغه غونده کې و ویل، چې دا مهال دوه تنه په کابل او ۹ تنه نور په ځینو ولایتونو کې د انسان تښتوونکو په منګلو کې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې د انسان تښتوونې ۱۰۲ پېښې چې په خصوصي سکتور پورې اړه لري په ملي امنیت ریاست کې ثبت شوې دي.

دی وايي، له دغه قضیو څخه ۲۶ یې په کابل او ۷۶ نورې یې په ولایانو کې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136258

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136258/

جمهور
  https://www.jomhornews.com