د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، دا مهال په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې ۱۱ تنه د انسان تښتوونکو په منګولو کې دي، چې د خلاصون لپاره یې هڅې روانې دي.
د
جمهور خبري آژانس دغه څرګندونې د ملي امنیت ریاست استازي د خصوصي سکتور د مصوونیت کمېتې په غونده کې، چې رهبري یې د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش کوله وکړې.
د ملي امنیت ریاست استازي په دغه غونده کې و ویل، چې دا مهال دوه تنه په کابل او ۹ تنه نور په ځینو ولایتونو کې د انسان تښتوونکو په منګلو کې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې د انسان تښتوونې ۱۰۲ پېښې چې په خصوصي سکتور پورې اړه لري په ملي امنیت ریاست کې ثبت شوې دي.
دی وايي، له دغه قضیو څخه ۲۶ یې په کابل او ۷۶ نورې یې په ولایانو کې وې.
جمهورخبري آژانس:کابل